Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

Calendar جنتری

آگوست 2017
دسچپجشی
123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 119 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

د اغلې خاطرې اسحاقزۍ لنډ ژوند لیک

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Foundation A 200

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

وب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

د پښتو ژبی نوی فونتونه

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

مسجد آنلاین

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

!د ناکاميو تکرار؛ څلور اړخيزې غونډې بيا پېل شوې

د ناکاميو تکرار؛ څلور اړخيزې غونډې بيا پېل شوې !

Khushal Asifi RA 200په داسې حال کې چې افغان ولسمشر غني په ځلونو ويلي چې له پاکستانه د سولې تمه نه لري؛ افغانستان او پاکستان د څلوراړخيزو غونډو پر بيا پيل موافقه وکړه. ولسمشر غني چې د شانګهاى د همکارۍ سازمان په اوولسمه غونډه کې د ګډون لپاره قزاقستان ته تللى؛ د دغه سفر په لړ کې يې د پاکستان له صدراعظم سره په کتنه کې د ټروريزم په وړاندې د مبارزې لپاره د څلوراړخيزو غونډو پر بيا پيل موافقه وکړه. غني او شريف د افغانستان، پاکستان، امريکا او چين ترمنځ د څلور اړخيزو بحثونو او غونډو پر جوړولو سلا شول. د يادلو ده چې له دې وړاندې هم له پاکستان سره ورته پنځه څلور اړخيزې ناستې ترسره شوې خو د پام وړ پايله يې نه ده ورکړې.

  دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې افغان حکومت په ټينګار سره ويلي چې که پاکستان هغه وسله والې ډلې ونه ځپي چې سوله نه غواړي، نو افغان پلاوی به په نورو څلور اړخیزو غونډو کې ګډون ونه کړي. څه موده وړاندې د ولسمشر غني د ویاند مرستیال دواخان مینه پال ويلي و چې “د سولې په څلور اړخيزو غونډه کې ميکانيزم داسې و، هره ډله چې سولې ته نه حاضرېږي، په وړاندې يې اقدام کېږي، دا هغه ژمنه وه چې پاکستان کړې وه، پاکستان دې لومړی په خپلو ژمنو عمل وکړي نو بيا به موږ هم په څلور اړخيزو غونډو کې برخه واخلو.”

د څلور اړخیزو ناستو لاړۍ چې لومړۍ ناسته يې د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د مړینې تر اعلان وړاندې اسلام اباد کې ترسره شوه، دوه نورې پرلپسې ناستې يې کابل کې وشوې او بله يې هم په پاکستان کې ترسره شوه. په لومړۍ ناسته کې له وسله والو طالبانو سره مخامخ خبرې وشوې خو کله چې دغه پروسه د بريا پر لور روانه شوه؛ پاکستان د دغه غونډو د سبوتاژ لپاره د دوه کاله وړاندې مړ شوي طالب مشر ملا عمر د مړينې خبر خپور کړ. هماغه و چې دغه لړۍ يې ټکنۍ او پر وړاندې يې خنډونه راپورته شول.

د افغانستان د سولې د څلور اړخیزو غونډو په ترڅ کې د پاکستان هغو ژمنو افغانانو ته هیلې پیدا کړې چې ګواکي وسله وال طالبان به د سولې خبرو ته حاضروي او هغه ډلې به ځپي چې د سولې خبرو ته نه حاضرېږي، خو د وخت په تېرېدو سره د افغانانو دا هیلې په ناهیلۍ واوښتې. د افغانانو د ناهيلۍ علت هم په دغه غونډو کې د پاکستان لخوا په ورکړل شويو ژمنو نه عمل، پر پاکستان د امريکا او چين لخوا لازم فشار نه راوړل او دغو غونډو ته د افغان حکومت بې ځايه هيله مندي وه.

د څلور اړخيزو غونډو په لړ کې پاکستان ژمنه کړې چې وسله وال طالبان به د سولې خبرو خبرو ته کينوي او که حاضر نه شول؛ پر وړاندې به يې په ګډه پوځي اقدام کوي خو د پنځو غونډو په ترسره کيدو يې نه طالب د خبرو ميز ته کش کړو او نه يې هم پر وړاندې پوځي اقدام وشو. ، همدارنګه بيا امريکا او چين هم ژمنه کړې وه چې پر پاکستان به فشار راوړي څو طالبان اړ کړي چې د سولې خبرو ته کيني خو امريکا او چين هم هغه څه ونه کړل کوم چې يې ژمنه کړې وه. همدا علت و چې د څلور اړخيزو غونډو له لړۍ څخه د افغان ولس په ګډون د افغان حکومت هم هيله مندي وشليدله.

دا کومه نوې خبره نه ده چې پاکستان افغان حکومت په خپلو تکراري ژمنو دوکه کوي، بلکې له دې وړاندې د ملي يووالي حکومت د کار د پيل او آن د پخواني ولسمشر حامد کرزي په وخت کې هم دغه هيواد له افغان حکومت سره خپله هيڅ يوه ژمنه هم نه ده عملي کړې. نو اوس د دې پر ځای چې افغان حکومت يو ځل بيا په پاکستان ړوند باور وکړي او څلور اړخيزو غونډو لړۍ بيا پيل کړي؛ بايد له پاکستان سره د تيرو ترسره کړيو څلور اړخيزو غونډو حساب وکړي. افغان حکومت بايد له پاکستان څخه د خپلو ترسره کړيو ژمنو د عملي کيدو غوښتنه وکړي. تر هغې چې پاکستان په عمل کې ثابت کړي نه وي چې طالبان له افغان حکومت سره خبرو ته کينوي؛ هر ډول او هر څو اړخيزې غونډې فقط د وخت ضايع کول او د افغان حکومت بوخت ساتل دي.

حل لار څه ده؟

اوس د حل لار دا ده چې د افغان سولې او وسله والو طالبانو سره د خبرو د ا درس په توګه بايد د پاکستان له غوره کولو تېر شو. ځکه څه د پاسه شپاړلس کلونه کېږي چې پاکستان موږ ته د سولې په اړه تشې ژمنې راکړې، له موږ سره يې چل کړی، افغان حکومت يې په يو ډول بوخت ساتلی او خپلو اهدافو ته يې ځان رسولی دی. ښه دا ده چې د پاکستان په ځای يوه بله ټاکنه ولرو.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج سلیم عابد پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

تلویزیون آشنا

daritvplayer

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.7
MySQLi
5.7.19-log
زمان
09:48
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
273
نمایش تعداد مطالب
14065

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Salim Abed Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.