Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

پنجشنبه, ۱۷ ژانویه ۲۰۱۹
پنجشنبه, ۲۷ دی ۱۳۹۷
پنجشنبه, ۱۰ جمادی الاول ۱۴۴۰

Calendar جنتری

ژانویه 2019
دسچپجشی
123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 369 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

روسيه په افغانستان کې ولې پر امریکا تورونه لګوي؟

روسيه په افغانستان کې ولې پر امریکا تورونه لګوي؟

Khoshal Asefi 5 200په داسې حال کې چې د ټاکنو کميسيون لس ورځې وړاندې اعلان وکړ چې ولسمشريزې ټاکنې به د اعلان شوي وخت (د حمل ۳۱) څخه په درې مياشتې ځنډ (د سرطان په ۲۹مه) ترسره شي؛ اوس لس ورځې بعد روسيې غبرګون ښودلی او دا ځنډ يې د امريکا د فشار په نتيجه کې ياد کړی دی. تېره پنجشنبې پرون 'پنجشنبه د روسیې بهرنیو چارو وزارت په تونده لهجه د افغانستان ولسمشریزو ټاکنو پر ځنډ نیوکه وکړه او زياته يې کړه؛ ټاکنې د امریکا د فشار له کبله ځنډېدلي ځکه چې افغانستان کې د خپلې خوښې سیناریو لپاره وخت ته اړتیا لري.

 روسيې د خپلې ادعا د ثبوت لپاره د ولسمشريزو ټاکنو په اړه د ولسمشر غني او د ټاکنو کميسيون پخوانيو څرګندونو ته اشاره کړې چې پر خپل ټاکلي وخت (د حمل په ۳۱ مه) يې په ترسره کولو ټينګار کاوه. د روسیې بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي: "سره له دې چې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ټاکنو خپلواک کمیسیون په ټینګار ویل چې ټاکنې به پر ټاکلي مهال کېږي، خو بیا وروستۍ پرېکړه دا شوه، چې وځنډیږي. هر څه ښيي چې دا پرېکړه د امریکا د فشار له کبله ده چې غواړي ټاکنې یې د خوښې وړ وي او د دغه هېواد د سولې بهیر سیناریو هم له خپلې خوښې سره سم ډیزاین یا طرح کړي. '' په کابل کې د امريکا سفارت بيا د روسيې ياد تور رد کړی او دغه ځنډ يې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسییون پرېکړه بللې ده.

د افغانستان اوسنيو شرايطو او مجبوريتونو ته په کتو؛ په دې کې شک نشته چې افغان حکومت د امريکا په مشوره په ټاکنو کې د ځنډ او یا د نيټې د بدلون پرېکړه کوي؛ خو پوښتنه دا ده چې روسيه ولې غواړي امريکا د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې پر مداخلې يا په ټاکنو د ځنډ دليل د امريکا فشارونه ياد کړي؟

په افغان ټاکنو کې پر امریکا د مداخلې تورونو څخه روسيه څه غواړي وښي؟

روسيه په يو غشي غواړي څلور ښکارونه ترسره کړي.

لومړی؛ د افغان سولې په تړاو د طالبانو تحريکول

په داسې حال کې د افغان سولې په تړاو زلمي خليلزاد هڅې ګړندۍ کړي او د افغان سولې په تړاو يې د ټاکنو د ځنډولو خبره هم لويدځو رسنيو لخوا مطرح شوې؛ اوس روسيه غواړي چې طالبانو ته ذهنيت ورکړي چې که امريکا کچيري په آينده کې له طالبانو سره د سولې په خاطر د افغانستان ټاکنې ځنډوي نو موخه يې د دوی په باور په ډيموکراتیکه پروسه (انتخاباتو) کې د طالبانو داخلول نه بلکې خپل سياسي هداف لري چې ټاکنې ځنډوي.

يعنې روسيه غواړي په راتلونکې کې د سولې په خاطر د ټاکنو د ځنډ په اړه وسله وال طالبان بدبينه کړي او که په راتلونکې کې له طالبانو سره امريکا توافق ته رسيږي او په ټاکنو کې د طالبانو د ګډون په خاطر که ټاکنې ځنډول کیږي نو روسيې طالبانو ته دا ذهنيت ورکړی وي چې امريکا د دې ځنډ تر شاه هم خپل اهداف لري او پام کوئ تاسې ورسره موافقه مه کوئ.

دويم؛ په راتلونکو ټاکنو د افغانانو بې باوره کول

د افغانستان په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې پر امريکا تورونو لګولو سره روسيه غواړي د راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو په اړه افغانانو ته منفي ذهنيت ورکړي. که له يوې خوا د افغانستان په پارلماني ټاکنو کې ناسم مديريت او په کې شتو ستونزو د ټاکنو په پروسې افغانان تر يو حده بې باوره کړي دي؛ اوس روسيه غواړي چې په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو د خلکو بې باوري زياته او عام ولس ته داسې ذهنیت ورکړي چې ګويا ستاسي رايه ورکول بې معنا دي او د افغانستان سرنوشت د امريکا په لاس کې دی. څوک چې امریکا وغواړي نو همغه کس به د افغانستان راتلونکی ولسمشر وي.

درېم؛ د افغان حکومت لاسپوڅی ثابتول

که څه هم د افغانستان اوسنيو شرايطو او مجبوريتونو ته په کتو؛ دا جوتيږي چې افغان حکومت د امريکا په مشوره په ټاکنو کې د ځنډ او یا د نيټې د بدلون پرېکړه کوي؛ خو دا چې روسيه په امريکا په راتلونکو ولسمشريزو ټاکنو کې د مداخلې تور پوري کوي او وايې چې د افغانستان ولسمشريزې ټاکنو د امریکا د فشار په نتيجه کې ځنډول شوي؛ هدف يې دا دی چې عامو افغانانو ته ذهنيت ورکړي چې ګويا افغان حکومت لاسپوڅی دی او د امريکا له اجازې پرته هيڅ اقدام نه شي کولی.

څلورم؛ د افغانانو او امريکا تر منځ بدبيني پيدا کول

په وروستيو کې د افغانستان سولې په تړاو د امریکا هڅو او له افغانستان څخه د امريکايې ځواکونو د وتلو به  اړه د وسله والو طالبانو غوښتنې د امریکا لخوا شيين څراغ ښودلو؛ د افغانانو او امريکا تر منځ د اعتماد فضا نوره هم زياته کړې او افغانان ټول هيله من دي چې امریکا نور د افغانستان جګړه پايته رسول غواړي. اوس د دې لپاره چې د افغانانو او امریکا تر منځ د باور رامنځته شوې فضا بېرته له منځه يوسي او افغانان د امريکا په خلاف بدبين کړي؛ روسیه پر امریکا په افغان ټاکنو کې د مداخلې تور پورې کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.26
MySQLi
5.7.24-log
زمان
10:27
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1370
نمایش تعداد مطالب
1027984

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.