Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

جمعه, ۱۵ دسامبر ۲۰۱۷
جمعه, ۲۴ آذر ۱۳۹۶
جمعه, ۲۶ ربیع الاول ۱۴۳۹

Calendar جنتری

دسامبر 2017
دسچپجشی
123
45678910
11121314151617
18192021222324
25262728293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 62 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

محمد ابن عبدالوهاب عربی

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

مسجد آنلاین

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

روسانو وطنجار ته څه وویل؟

روسانو وطنجار ته څه وویل؟

غازي اکبر
watan Jar 200جنرال محمد اسلم وطنجار د ثور د کودتا لومړنی قوماندان او د شوروي د تر تولو وفادارو ملګرو په ډله کې و. د ژوند په وروستیو کې یې یو تاریخي حقیقت ښکاره کړی دی چې زموږ نسلونو ته ډیر ګټور دی. تر دغه بحث لږ مخکې د شوروي او افغانانو پر اړیکو لنډه تبصره کوم چې حالات درته ښه روښانه شي.
شوروي اتحاد د روسي امپراطوري بل نوم و چې د لسګونو قومونو د اسارت په نتیجه کې یې یو لوی هیواد جوړ کړی و. روسانو د تزاري روسیې تر ټولو مقتدر مشر لوی پیتر له وخته پلان درلود چې د هند سمندر او ورو ورو د نړۍ مشرۍ ته ځان ورسوي. په روسیه کې د کمونیستي انقلاب مشر ولادیمیر لینن هم د لوی پیتر ارمانونه پالل، د اقدام لپاره یې وخت، شرایطو او امکاناتو ته انتظار کاوه او د افغانستان او ایران له دوه لارو پر یوې د تګ تابیا یې کوله.

 شوروي اتحاد پر افغانستان په داسې حال کې یرغل وکړ چې زموږ هیواد له امریکا او انګلیس سره د دوستۍ ټولې لارې لټولې او تر مایوسۍ وروسته د شوروي اتحاد دوستۍ ته له مجبوریته متمایل شوي وو.

له امیرعبدالرحمن رانیولې تر سردار هاشم خان او ظاهر شاه پورې ټول مشران پوهیدل چې شوروي زموږ سرحد ته ځان رارسولې دی او بل ګام به یې زموږ پر لور وي، نو په دیر احتیاط ورسره چلیدل. نه دومره ورنږدې کیدل چې روغ یې وخوري او نه یې د هغه له مخالفې امریکا سره نږدې والی کاوه.
سردار محمدداود اشتباه وکړه، د انګلیس سره د کینې له امله یې د شوروي اتحاد سره دوستي وکړه خو شوروي یې نظام د افغانستان د خلکو دموکراتیک ګوند له لارې چپه او د کورني د ۲۸ تنو غړو سره یې په بیرحمانه ډول شهید کړ.
تره کي او آمین فکر کاوه چې د شوروي ایدیالوژیک ملګري دي او اوس به شوروي دومره وسلې او مرستې ورکړې چې د پاکستان د پراختیا غوښتنې مقابله او د خپلې خاورې د پوښتنې ځواک پیدا کړي. خو شوروي اتحاد هغوی پخپلو کې سره واچول چې د دواړو تر منځ لانجه د تره کي په اعدام او زندي کولو منتج شوه.
آمین پرې پوه شو چې شوروی نه دوست کیږي؛ د سعودي، پاکستان او امریکا سره یې د اړیکو جوړولو هڅې وکړې، خو امریکا معلومات لرل چې شوروي اتحاد کلک هوډ کړی دی چې پر افغانستان یرغل کوي. امریکا دا محاسبه هم درلوده چې که شوروي په یوه جګړه کې ګیر شي، د اقتصادي کمزوري له امله سقوطیږي. امریکایانو خپل دا تحلیل شوروي اتحاد ته رسولی هم و، خو شوروي د امریکا تحلیل رواني او تبلیغاتي جګړه وګڼله او زموږ پر مظلوم خو باشهامته ملت او سرلوړي هیواد یې یرغل وکړ. حفیظ الله امین یې پخپل کور کې هغسې د خپلو اولادونو سره ووژل لکه دوی چې سردار داود او دده کورني وژلي وو. امریکا خوشاله شوه چې اوس به نو له شوروي اتحاده د افغانانو په وینو د ویتنام بدل واخلي.
تر یرغل وروسته ګوډاګي کارمل ډیرې هڅې وکړې چې شوروي خپل ستر دوست او کشور کبیر شوراها، روسان خلق کبیر شوروي، لینن بزرګترین رهبر، خلاق، دوست، رفیق، رهنما او څه اوڅه وبولي او ووایي چې تا اخرین عسکر شوروي همرا اشرار (مجاهدین) میجنګیم. خو کله چې روسان پوه شول چې دوی مجبور نه دي تر خپل وروستي عسکره د کارمل د لړزانده واک لپاره وجنګیږي، نو پښې یې سپکې کړې او زموږ له ګران هیواده په داسې حال کې ووتل چې زموږ یو نیم میلیون خلک یې شهیدا کړي، پنځه میلیونه معلول کړي، پنځه میلیونه مهاجر کړي او اتیا فیصده کلي او کورونه وران کړي وو. دوی تر خپلې ماتې وروسته زموږ له هیواده د وتلو په درشل کې ډاکتر نجیب الله ته واک وسپاره او د ملي روغې ـ جوړې پروګرام چې د شوروي وروستي مشر ګورباچوف په ویلادې واسټوک کې اعلان کړې و، ورکړ چې عملي یې کړي.
روسانو د زړه له کومې نه غوښتل چې سوله وشي، او کله چې ډاکتر نجیب الله په رښتیا وغوښتل واک یوې بې طرفې ادارې ته ورکړي روسانو خپلو لاسپوڅو (پرچمي جنرالانو او ملیشو او نظار شورا) ته امر وکړ چې د ډاکتر نجیب الله رژیم نسکور او له داخله وپاشي. نجیب الله یې هم د همدغو لاسپوڅو له خوا تر هغه په زندان کې وساته چې طالبانو ته په لاس ورغی او هغوی اعدام کړ.
وطنجار همدغه کیسه روسانو ته د ګیلې په ډول کړې ده. د وطن ګوند یو ځوان کادر چې په دغه ګوند کې مبارزه ورته د بیوزلو ولسونو لپاره د کور، کالي او ډوډۍ برابرولو مبارزه ښکاریده وطخجار هغه وخت په مسکو کې لیدلې و چې په سرطان ناروغۍ اخته او په ډير بد حال کې و. دغه ځوان وايي چې له وطنجاره یې پوښتلي وو چې ولې یې ځوان افغان کادرونه په درواغجنو شعارونو له خپل ملت سره په جګړه کې ښکیل کړل او اخیر اوس د مسکو په ښار کې په لاسونو کې شیان ګرځوي او پلوري یې؟
وطنجار ورته عجب خبرې کړې وې، چې د ځوان نسل لپاره پکې لوی درس پروت دی تر څو د زبرځواکونو دوستۍ او مرستې ته خوښ نه شي او ځان په خوښه یا تیروتنې (خواسته یا ناخواسته) د نورو غلامان نه کړي. د وطنجار د خبرو مفهوم داسې دی.
[ما څه موده مخکې د روسیي د بهرنیو چارو له وزیره وغوښتل چې له زه له تا او دفاع وزیر سره مو یو ګډ مجلس غواړم. خارجه وزیر میلمه کړم. د دفاع وزیر یې هم رابللی و. راته ویې ویل پوهیږم څه دې په زړه دي، واضح واضح یې ووایه. ما ورته وویل چې واضح یې درته وایم. تاسو له پښتنو سره ولې دومره ظلم وکړ؟ موږ خو انګریزان درې ځل شړلي وو، د دوستۍ چاره مو ورسره نه کیده، ستاسو لور ته مو مخه کړه، دوستي مو درسره پیل کړه، ورو ورو مو دوستي ایډیالوژیکي ورورۍ ته ورسیده خو تاسو څه وکړل؟ سردار داود مو دوست و، ومو واژه، تره کی مو مو دوست و، ومو واژه، آمین مو دوست و، ومو واژه او په پای کې نجیب مو دوست و، ومو واژه. تاسو سره پښتنو کومه لویه غلطي او یا کوم لوی ظلم کړی و چې تاسو دومره نامردي ورسره وکړه؟
روسانو راته وویل چې راځئ واضح خبرې وکړو. اوس موږ دلته د درې دوستانو په توګه غذا خوړلو ته راټول شوي یو. دلته اخلاق، مینه، عاطفه، وفا، میلمه پالنه هر شی ځاییږي، خو په سیاست کې اخلاق، مینه، عاطفه، وفا او نور ارزښتونه کوم ځای نه لري، څه شی چې پکې شته هغه ګټې دي. موږ یو زبرځواک وو، غوښتل مو د ټولې نړۍ مشري ونیسو. د هند سمندر پر لور تللو، مخې ته چې مو هر خنډ و، له منځه مو ووړ. پښتانه یو خنډ و. د هر پښتون په سر کې اوس هم د احمدشاه او سلطان محمود د امپراطوري هوا چلیږي. دوه زمریان په یوه ځنګل کې نه ځاییږي. موږ د خپلو لویو ملي هدفونو او ګټو د تأمین لپاره دغه کور (افغانستان) ته ضرورت درلوده چې د یو سنګر په توګه یې وکاروو. که د چا کور نیسې یا به یې وژنې، یا به یې شړي. هیڅوک نه حاضریږي خپل کور پخپله خوښه بل چا ته ورکړي چې سنګر ترې جوړ کړي. روسانو هم ستاسو ځینې مړه کړل او نور یې وشړل. زموږ تاجک، ازبک، هزاره او نور واړه قومونه پکاریدل، هغوی مو استخدام کړل او په کار مو شول.
که بیا هم روسان پیاوړي شي او ستاسو پر هیواد یې مسیر شي، همدغه کار به کوي. د کور خاوند به یا وژنې، یا به یې شړي. که تاسو هم کله د احمدشاه او سلطان محمود په شان پیاوړي شوئ، او مسیر مو د هند په عوض دې لور ته شو، نو روسان درته نه تسلیمیږي. روسان د کور خاوندان دي، یا به یې وژنۍ او یا به یې شړئ. په بدل کې به چچنیا، داغستان، اکراین، ګرجستان او نور واړه قومونه زموږ پر خلاف کاروئ. همدا سیاست دی. همدغسې دی، همدغسې به وي.]
وطنجار دغه وخت پوه شو چې لوی زبرځواکونه د چا د کور ابادولو ته نه بلکې له هغه څخه د سنګر جوړولو او د کوربه شړلو یا وژلو ته راځي.
هو، د قابیل لاروی دا وینې تویونکی انسان چې پرښتو یې د خلقت څخه الله تعالی ته خبرداری ورکړی و، د انساني ژوند له پیله تر ننه پورې د خپلو ورونو اوښ (مال) او ښځې (ناموس) ته غل دی او که د هابیل په شان یې ورسره نه منې، نو وژني به دې. خو د هابیل پیرو انسان چې په د مخلوقاتو اشرف، کرامت خاوند، اعلی او په بهترین شکل کې پیدا شوی دی، که په روغه، استدلال او عقل ستونزه نه حلیده مجبور دی له خپل سر، مال او ناموس څخه به دفاع کوي او تر تسلیمۍ به د عزت مرګ غوره ګڼي.
همدا ژوند دی او همدا سیاست دی، همداسې به وي. قابیل به قاتل وي او هابیل به د خپل ناموس او مال د ساتلو لپاره قرباني ورکوي.

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

Main Menu

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۶

Calandar 1395 S 200

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.12
MySQLi
5.7.20-log
زمان
21:21
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
513
نمایش تعداد مطالب
124451

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.