Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

پنجشنبه, ۱۷ ژانویه ۲۰۱۹
پنجشنبه, ۲۷ دی ۱۳۹۷
پنجشنبه, ۱۰ جمادی الاول ۱۴۴۰

Calendar جنتری

ژانویه 2019
دسچپجشی
123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 179 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

له طالبانو وروسته له سياسي ډلو سره د ايران پټه يارانه

له طالبانو وروسته له سياسي ډلو سره د ايران پټه يارانه

Khoshal Asefi 5 200يوه اونۍ وروسته له هغې چې په عربي متحده اماراتو کې وسله والو طالبانو او د امريکايې چارواکو تر منځ مخامخ خبرې ترسره شوې؛ د ايران د ملي امنيت سلاکار کابل ته راغی او يو ځل بيا یې په زغرده تایيد کړه چې له وسله والو طالبانو سره اړيکې لري. له دې وړاندې هم ايراني چارواکو له وسله والو طالبانو سره خپلې اړیکې تاييد کړې وې. د افغانستان او امريکا حکومتي چارواکو هم په بار بار له وسله والو طالبانو سره د ايران له اړیکو پرده پورته کړې ده.
همدا تېره ورځ د هرات په امنیه قوماندانۍ کې له ترورېزم سره د مبارزې رئیس فضل الرحمن خادم ادعا کړې چې د ایران د اسلامي انقلاب د ساتونکو ځانګړی ګارد، هلته د امنیت په خرابوالي کې لاس لري. نوموړی وايې "په هرات کې د قتلونو، ترورونو او چاودنو په سلو کې اتیا پېښې د ایران د سپاه پاسداران او په هرات کې د ایران سرقونسل، محمود افخمي تنظیموي او د هغوی استخباراتي ډلې معلومات ورکوي. هغوی هر وګړی چې له‌خوا یې چپ وي، ترور کوي او په هرات ښار کې امنیت خرابوي."

 خو په وروستيو کې د امریکا دفاع وزارت يا پنټاګون بیا دننه په افغانستان کې له يو شمېر سياسي ډلو سره د ايران له ناوړه اړیکو پرده پورته کړې ده. د امریکا د دفاع وزارت د راپورونو پر اساس ویلي چې ایران په افغانستان کې یو شمېر سیاسي کاندیدان تمویلوي. د پنټاګون په رپوټ کې ویل شوي چې د افغانستان د پارلمان یو شمېر غړو او امنیتي چارواکو هم داسې رپوټونه ورکړي چې ایران د خپلو ګټو لپاره ځیني سيمه‌ییزو چارواکو ته رشوت ورکوي خو په رپوټ کې د چا نوم نه‌دی اخېستل شوی.

جالبه بيا دا ده چې د امریکايې چارواکو تر څنګ د افغان حکومت بيلابيلو امنيتي چارواکو هم په افغانستان کې د ايران د لاسوهنو او له وسله والو طالبانو د ملاتړ خبرونه ورکړي دي خو د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت بيا دا ټول راپورونه ناديده نيولي او په زغرده يې ويلي چې په افغانستان کې د ايران د لاسوهنو په اړه هيڅ اسناد او شواهد نه لري.

اوس پوښتنه دا ده چې رښتیا هم د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان په کورنيو چارو کې د ايران د مداخلې په اړه اسناد او شواهد نه لري او که قصداً د ايران په لاسوهنو سترګې پټول کيږي؟

د افغانستان په کورنيو چارو کې ايران لاسوهنه اظهر من الشمس ده. په خپله د ايراني چارواکو څرګندونې د دې ګواهي ورکوي چې دوی د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي. څه موده وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني وويل چې له افغانستان څخه د اوبو د اخيستلو لپاره به ايران له انتخابه کار واخلي. له هغې وړاندې د ايران سپاه پاسدارانو يو تن قوماندان ويلي و چې دوی د افغانستان په يو شمېر ولايتونو کې نفوذ لري. په وروستيو کې کله چې امریکا پر ايران نوي بنديزونه ولګول نو د ایران د سپاه انقلاب د هوایي فضا د فرقې قوماندان امیر علي حاجي زاده وويل په افغانستان او عربي هېوادونو کې به د امریکا اډې په نښه کړو.

دا ټول هغه څه دي چې د افغانستان په کورنيو چارو کې د ايران ښکاره لاسوهنه په ډاګه کوي، خو دا چې د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ايراني چارواکو دا ګواښونه او څرګندونې ناديده نيسي نو يا خو قصداً غواړي د ايران په مردارۍ خاوره واچوي او يا بيخي د افغانستان له حالاتو خبرداری نه لري.

له وسله والو او نيکټايې داره طالبانو سره د ايران د اړیکو هدف څه دی؟

په افغانستان کې له وسله والو طالبانو او پردي پالو سياسي ډلګيو سره د ايران د اړيکو اهداف ډير زيات دي خو عمده او لوی اهداف يې دوه دي.

لومړی؛ د افغانستان حکومت ضعيف او اړ کول: ايران کلونه کيږي چې د افغانستان د اوبو پر سر له افغان حکومت سره جنجال لري او په وروستيو کې چې ايران له وچکالۍ سره مخ شوی دی نو د افغانستان د اوبو مساله يې جدي نيولي ده. حتی تر دې چې په خپله ايراني ولسمشر د افغانستان د اوبو په اړه وويل چې د دغو اوبو د مهار لپاره به له هر انتخابه کار واخلي. اوس د دې لپاره چې افغان حکومت تضعيف او اړ يې کړي څو د ايران غوښتنې ومني. د همدې موخې د ترلاسه کولو لپاره يې تر اوسه يواځې طالبان کارول خو اوس يې د سياسي ډلګيو روزل هم پيل کړي دي.

دویم؛ په افغانستان کې د امریکا حضور ننګونه: امريکا او ايران له وړاندې ترینګلې اړيکې لري خو له کله چې ډونالډ ټرمپ د ايران سره په اټومي پروګرام اختلافات رامنځته کړل نو د دغو دواړو هيوادونو اړيکې لاپسې ترينګلې شوې. ايران په مخامخ له امريکا سره ډغرې نه شي وهلی نو د دې لپاره چې په امریکا فشار راوړي؛ دلته په افغانستان کې د امریکا حضور د ننګولو په خاطر د طالبانو او د امريکا ضد سياسي ډلو ملاتړ کوي.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.26
MySQLi
5.7.24-log
زمان
11:43
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1370
نمایش تعداد مطالب
1028546

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.