Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

پنجشنبه, ۱۷ ژانویه ۲۰۱۹
پنجشنبه, ۲۷ دی ۱۳۹۷
پنجشنبه, ۱۰ جمادی الاول ۱۴۴۰

Calendar جنتری

ژانویه 2019
دسچپجشی
123456
78910111213
14151617181920
21222324252627
28293031

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 142 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

Home خانه

!د ګیرې له برکته

د ګیرې له برکته!

عبدالله وردک، انګلستان - دسمبر - ۲۰۱۸

Ustad En. Abdullah Wardak A 200 ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو!

السلام علیکم و رحمت الله و برکاته! الله (ج) د وکړي چې ټول روغ او جوړ وئ.

ګرانو او قدرمنو لوستونکو!

غواړم، چې د ژوند یوه ریښتنۍ کیسه درته وکړم. ځنې وروڼه او خویندې به وایي، چې دغه کیسې به څه وخت خلاصېږي؟! ان شاءالله چې تاسې هم زما په شان سپین ګیري شئ، نو بیا به تاسې هم خپلې ریښتنۍ کیسې کوئ.
تر ټولو لومړی، زه غواړم دغه نقطه په ښه توګه واضح کړم چې په دغه لیکنه کې زما څوک خاص هدف ندی، او نه چاته کومه کنایه وایم.

کیسه په لاندې ډول سره وه:
په دغه پوهنتون کې چې زه درس ورکوم، هر کال دوه ځلې د هرې شعبې استادان، د پوهنتون له ساحې څخه بهر په یوه ځای کې راغونډېږي. دغه د استادانو غونډه، د تعلیمي کال په شروع او په ختم کې صورت مومي. په دغه غونډو کې استادان، د پوهنتون د کارو په هکله، خپل نظرونه وړاندې کوي.

 یوه ورځ مونږه د انجینرۍ د پوهنځۍ ټول استادان هم، د دغه شانته غوندې د پاره د پوهنتون څخه بهر په یوه ځای کې راسره راټول شوي و.

دلته مخکې له مخه د مربوطه شعبې اداري مسىٔولین، د غونډې د ټولو ګډون کوونکو څخه د ایمېل په ذریعه پوښتنه کوي، چې که څوک کومه خاصه او ځانګړې غذا غواړي. مسلمانان بیا د حلالې غذا غوښتنه کوي. د یادولو وړ ده، چې وروڼه او خویندې کولای شي چې حلاله غذا د سفر په وخت کې، د غیر اسلامي ملکونو، ایرلاین ته هم فرمایش ورکړي.

پدغه غونډه کې ما د خپل ځان په هکله لږ شانته ټنبلي وکړه، او په خپل وخت مې د خپلې غذا غوښتنه ونکړه. نو په هغه سهار مې لږ شانته ښه چای، په خپل کور کې وڅښلو، او د ځانه سره مې داسې فیصله وکړه چې زه به د غرمې د ډوډۍ په وخت کې یوازې د مالټې شربت او تازه مېوه خورم.

ټول استادان دغه علمي غونډې ته ولاړو، او کله چې د غرمې د ډوډۍ وخت راغی، نو ټولو د ډوډۍ د ځای په طرف حرکت وکړ. او کله چې د ډوډۍ سالون ته ور داخل شولو، نو پدې وخت کې یوې ښځې زما مخې ته منډه راوکړه، او هغې ماته په ډېره خوښحالۍ سره د نورو استادانو په مخ کې وویل چې ” ما د ستا د پاره ډېره ښه حلاله غذا له ښه مشهور رېستوران څخه راوړېده.“ ما سمدلاسه په ځواب کې ورته وویل، چې ډېره مننه، لېکن ما د کومې خاصي غذا غوښتنه نده کړې! هغه د مونږه د شعبې د مشر او نورو استادانو په مخ کې راته وویل، چې نه، ما تاته دغه حلاله غذا له ډېره مشهوره رېستوران ځخه راوړېده. ما د شعبې د مشر څخه ددې ښځې په مخکې غوښتنه وکړه، چې لطفاً له دغې ښځې څخه د ایمېل په ذریعه په رسمي توګه مننه وکړي، ا‌و هغه هم راسره ومنله.

اوس د اصلي کیسې ځای راځي، او ښه چرت ورته برابر کړئ.

مونږه د خپلې طبعې له ملګرو سره د ډوډۍ په مېزونو کیناستلو. ما ته یې پاکه حلاله غذا راوړه. د یادولو وړ ده، چې زمونږه سره یو بل مسلمان استاد هم و، او هغه هم په همدغه مېز له ما سره ناست و. ما دغه حلاله غذا، ښه په مزه مزه خوړله، او هغه مسلمان استاد ورو ورو راته وایي، چې خوره! خوره! پردۍ غذا خوره! ما ورته وویل چې ته څه وایې؟ هغو راته وویل چې دغه حلاله غذا خو هغه، د خپل ځان د پاره فرمایش ورکړې وه. نو پدغه وخت کې زه هم خفه شوم، او هم ډېره خندا راتلله. ما ورته وویل چې هغې ښځې په تا کې، د مسلمان کومې واضح نښانې ونه لیدلې، او الحمدالله، دغه د ګیرې برکت و، چې ستا حلاله غذا زما په نصیب شوه (بیا مې له ده سره هم شریکه کړه). البته، هغه ښه مسلمان استاد دی، او د پوهنتون په جومات کې هر وخت خپل لمنځونه کوي. د ما او د هغه تر منځ فرق، یوازې ګیره وه.

زه نوره کومه تبصره نکوم، اما، که چېرې مونږه او تاسې په خپل دین کلک ودرېږو، الله(ج) له مونږه سره کومک کوي، او الله(ج) کارونه راته آسانه کوي، او هم د نورو دینو خلک راته احترام کوي. نو ګرانو او قدرمنو وروڼو او خویندو! هر څوک چې خپل ځان ته مسلمان وایي، نو د هغو سره د مسلمان کارو‌نه ډېر ښه خوند کوي، او هر مسلمان باید په دغه پوه شي، چې د ده ښه او بد کارونه په ټولو مسلمانانو، ښه او بده اغېزه لرلای شي.

د پام وړ ټکي:

په یوه مسلمان کې، د مسلمانۍ نښې باید له ورایه ښکاره شي. دا پدې معنا، چې نارینه مسلمان، په ګیره، او ښځینه مسلمانه په حجاب سره ډېره ښه ښکاري.

همدارنګه، دغه شانته مسلمانان، چې له ورایه، هغه ښه پېژندل کیږي، باید خپلو کړو او وړو ته ډېره توجه وکړي، او داځکه چې د دوی ښه او بد اعمال، پر ټولو مسلمانانو، ښه او بده اغیزه، لرلای شي.

د یادولو وړ ده، چې خدای مکړه، داسې ونشي، چې دغه حجاب لرونکې خویندې، بیا د بی بی حاجی تر نامه لاندې، د خپلو وروڼو او خپلوانو په ودونو کې، ګډا وکړي. همدارنګه، هغه د ګیرې خاوند هم، بیا په بنډارونو او ودونو کې، د څرخني په شان نڅا او ګډا ونکړي.

زه د ګیرې د حیثیت په هکله، څه نه وایم، او دغه د دیني عالمانو مسىٔولیت دی، چې هغه خلکو ته په واضح توګه، تشریح کړي. زه یوازې غواړم، چې ووایم، چې الحمدالله، د ګیرې، له برکته، ماته هغه حلال خوراک، په ډېر قدر او عزت کې وړاندې شو.

هېره د نه وي، چې ګیره، هم ګیره، او حجاب، هم حجاب وي. نن سبا خو د ځینو مسلمانانو ګیرې، هېڅ ګیرې ته نه پاته کیږي، او همدارنګه، د ځینو خویندو حجاب، ته خو هم سړی حیران شي.

الله(ج) د مونږه ټولو مسلمانانو ته دا توفیق را په برخه کړي، چې د اسلام د دین، چې څرنګه لازم دی، په هغه ډول، د نړۍ ټولو وګړو ته په اصلي بڼه ورسوو، او هغه په سمه توګه عملي کړو. آمین.

زه یو ځل بیا، په ډېره عاجزۍ سره، خپل لاسونه، د الله(ج)، لوی او مهربان دربار ته پورته کوم، او د زړه له کومي دعا کوم، چې الله(ج) د هغه شانته سوله په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي. آمین یارب العالمین.

والسلام.

زما اړیکه:

این آدرس ایمیل توسط spambots حفاظت می شود. برای دیدن شما نیاز به جاوا اسکریپت دارید

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.26
MySQLi
5.7.24-log
زمان
11:28
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1370
نمایش تعداد مطالب
1028463

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.