Home خانه
مېرمن زيتون بانو
مېرمن زيتون بانو
مېرمن زيتون بانو د سيد سلطان محمد لور، چې د۱۹۳۶م کال د جون په ۱۸ د پښتو نستان د خليلوتپې په مشهور کلي(سپينه وړۍ)کې زېږېدلې ده. اغلې بانو د پښتو ژبې ښه نثر ليکونکې او شاعره وه
ښاغلی همېش خليل ليکي :
(( پلار يې سيد سلطان محمود پخپله هم د پښتو ښه ليکوال او د پښتو د يو ښه شاعر سيد عبدالقدوس (( تندر )) مشر زوی دی. بانو صاحبې خپلې لومړنۍ زده کړې د اسلاميه کالج های سکول نه وکړو، د الزابت ګرلز های سکول نه يې لسم پاس کړو، اوپه (( زنانه فرانټير کالج )) کښې (( اېف، اېس ، سي )) کښې داخله شوه، د يوې اوږدې ناروغتيا له وحهې يې (( ايف، ايس، سي )) ونکړی شو، نن سبا د خپل پلار سره په پېښور ښهر کښې اوسيږي. )) هېره دې نه وي چې مېرمن زيتون بانو د باچا خان د ملي نهضت ( خدايي خدمتګار ) فعاله غړې وه..
چاپ شوي اثار:
1. هنداره - د لنډو کيسو ټولگه
2. مات بنگړي - د لنډو کيسو ټولگه
3. ژوندي غمونه - د لنډو کيسو ټولگه
4. خوبونو - د لنډو کيسو ټولگه
5. زما ډايري - د لنډو کيسو ټولگه
6. نيزه وړی - د لنډو کيسو ټولگه
د افسانو ټولګه يې د (( هينداره )) په نوم خپره شوې ده.
د مېرمن زيتون بانو د نظم بېلګه :
که راځې نو رود د اوښکو به روان کړم
د الفت ګودر به بيا درته ودان کړم
ژوند مې لاړو يو ارمان شو دې ارمان کې
چې پوره د ارماني ژوند يو ارمان کړم
د سپرلي او د سرو ګلو ذکر مه کړه
زه قصه د سوي زړه څيرې ګريوان کړم
دا خو اوښکې ځارول دي ستا له غمه
سر به هم د ستا له سر ځنې قربان کړم
په زړګي مې تورې لړې راخورې دي
ځکه طمع د ککو نه د باران کړم
د خيالونو ګوډاګی يې ځوانيمرګ شو
اوس به څه باندې قرار زړګی نادان کړم
زما رنځ خو دغه رنځ دی بس طبيبه !
چې ته راشې زه خپل رنځ درته بيان کړم
کې مې څړيکه د (( بانو )) د مينې درکړه
نو قسم دی چې دامينه به آسمان کړم
درنښت ! سيلاني