Get Adobe Flash player

Clocks ساعت

یکشنبه, ۱۶ دسامبر ۲۰۱۸
یکشنبه, ۲۵ آذر ۱۳۹۷
یکشنبه, ۰۷ ربیع الثانی ۱۴۴۰

Calendar جنتری

دسامبر 2018
دسچپجشی
12
3456789
10111213141516
17181920212223
24252627282930
31

Who's Online مهمانان آنلاین

ما 142 مهمان و بدون عضو آنلاین داریم

غازی امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

اولین لویه جرگه در زمان امان الله خان

جشن حکومت شاهی محمد ظاهرشاه

جشن زمان شهید سردارمحمد داؤد خان

شهید سردار محمد داود خان

dawd S

تاریخچه ساخت ارگ کابل یا قصر ریاست جمهوری

1919 شاه امان الله خان شاه افغانستان

شاه امان الله خان شاه افغانستان 1919

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

(1957) محمد ظاهرشاه در ماسکو

نمای تاریخ تصویری فغانستان

Afghanistan Hestori 200

نمای تاریخ تصویری فغانستان

د اسټراليا اوښبه افغانان

Afghan Austerlia 1 200

د اسټراليا اوښبه افغانان

مرحوم مدیر صاحب الدین

sahebdin

مرحوم مدیر صاحب الدین

بنیاد خیریه پیمان

Paiman Charity Foundation 2017 200 TUM

بنیاد خیریه پیمان
Paiman Charity Foundation
www.paimanfoundation.com

ویب سایت جدید ولایت لوگر

خطاطي نستعليق آنلاين

logo ass

کمپیوتر سرویس

آموزش حج وعمره همراه با عکس

تانجانت بورد پښتو

ویب سایت جدید ولایت لوگر

رئیس جمهور محبوب ما محترم داکتر محمد اشرف غنی احمدزی

د پښتو ژبی نوی فونتونه

دپښتو درسونه کتاب

د رياضي لومړی کتاب ـ تر ۹ ټولګي

د ریاضی دوهم کتاب

Math Book GCSE 2 200

دریاضی دریم کتاب

مرحوم تورن جنرال نصرالله خلیل

محمد ابن عبدالوهاب عربی

کمپیوتر سرویس

دو روز پي در پي

du ruze paidarpai

انجمن کلتوری افغانها در سویدن

آموزش نماز برای کودکان

کتابخانۀ دانشنامۀ افغان

Map of Country نقشه کشورها

نعت عالم شوقی

Naat Alem 200

مسجد آنلاین

www.kodakan.se

kodakan afghan 200

Afghanistan افغانستان

imagescak6d4un 200

بازی اطفال با گل

blommor aa

تظاهرات گستردۀ افغانها مقابل سفارت امریکا

اختره ته راغلۍ

Akhtara 200

آشپزخانه کوچک من

All Video Share - Gallery

Home خانه

جينوا کنفرانس کې د غني غوره وينا او د افغانستان مجبوريتونه

جينوا کنفرانس کې د غني غوره وينا او د افغانستان مجبوريتونه

Khushal Asifi 2018 08 200د جينوا کنفرانس هم ترسره شو، په کې ولسمشر غني او د اجرايه رييس عبدالله عبدالله په ګډون يو شمېر افغان وزيرانو هم ګډون وکړ. دغه کنفرانس د ۲۰۱۶ کال د بروکسل په کنفرانس کې د افغان حکومت ـ نړيوالې ټولنې او افغان حکومت ـ افغان ولس تر منځ د ترسره شويو ژمنو د ارزولو لپاره جوړ شو. افغان حکومت وايې له نړيوالې ټولنې سره يې د خپلو کړيو ژمنو له جملې څخه څه د پاسه پنځوس سلنه ژمنې عملي کړي دي، خو د حکومت منتقدين بيا وايې حکومت له نړيوالو ټولنې سره يواځې ۳۹ سلنه ژمنې پوره کړي او له ولس سره خو يې بيخي ټولې ژمنې نيمګړې پاتې دي.

 دا چې افغان حکومت له نړيوالې ټولنې سره د کړيو ژمنو له جملې يې څومره عملي کړي او يا له افغان ولس سره يې په ترسره کړيو ژمنو څومره عمل کړی دی؛ دا بېل بحث دی. ځکه حکومت وايې له پنځوس سلنې ډيرې ژمنې يې پوره کړي خو د حکومت منتقدين بيا د ۳۹ سلنه ژمنې د پوره کيدو خبره کوي. رښتيا هم که له افغان ولس او نړيوالې ټولنې سره د ملي يووالي حکومت ژمنې وارزول شي نو ليدل کيږي چې د ملي يووالي حکومت په ډيری برخو کې د خپلو کړو ژمنو په پوره کولو کې پاتې راغلی دی.

خو په حقيقت بايد سترګې پټې نشي او قضاوت بايد يو طرفه ونه شي. يعنې دا سمه ده چې افغان حکومت له ولس سره خپلې کړې ژمنې نيمايې هم نه دي پوره کړي خو د ژمنو په نه پوره کېدو کې يواځې حکومت هم ملامت نه دی. ځکه له يوې خوا خو د حکومت جوړښت په هغه اندازه نه دی چې بايد په لوړه کچه د ژمنو د عملی کېدو تمه ترې وشي. يعنې دا يو توافقي حکومت دی چې د وخت د اړتيا پر اساس د جان کېري په منځګړتوب د اشرف غني او عبدالله تر منځ رامنځته شو. طبيعي ده چې کله هم د يو حکومت واک تقسیم شي نو حتمی به نيمګړتياوې زياتې لري.

او له بلې خوا کله هم چې ولسمشر غني له ولس سره د خپلو کړو ژمنو د عملي کيدو لپاره اقدام کړی دی نو يا د حکومت د شريک لخوا د غبرګون سره مخ شوی، يا له حکومت څخه د شړل شويو سياسيونو يې په مقابل کې مظاهرې کړي دي او يا هم د پرديو مزدورو کړيو لخوا د مدني فعال، سياسي احزابو او ايتلافونو په نوم د اشرف غني د اقداماتو مانع واقع شوي دي. د بېلګې په توګه يې د زورواکانو او مليشه يې قوماندانو په مقابل کې د ولسمشر غني اقدامات او پر وړاندې يې د خاصو کړيو غبرګونونه يادولی شو چې د نظام الدين قيصاري او قوماندان علي پور يې لاس تړلي کابل ته راوستل خو قومي ټيکه دارانو يې دغه اقدام ته قومي رنګ ورکړ او د اصلاحاتو مانع واقع شول.

کنفرانس ته د ولسمشر غني غوره وينا

هغه څه چې په دغه کنفرانس کې د افغان حکومت په ځانګړې توګه د ولسمشر غني له لاسته راوړنو يادولی شو؛ هغه نړيوالو مرستندويه هيوادونو ته د ولسمشر غني وينا ده چې ويلي دي، نړيوالو په افغانستان کې په بنسټيزو کارونو نه بلکې يواځې په پروژو پانګونه کړې ده او بايد په افغانستان کې د ثبات ته د رسيدو لپاره مرستندويه هيوادونه خپله تګلاره او پروګرامونه بدل کړي. ولسمشر غني د جينوا کنفرانس اقتصادي برخې ته په وينا کې ويلي چې د نړيوالو مرستندويه هيوادونو د پراختيايې چارو ستره برخه په پروژو ولاړه ده، او د نړۍ پر مخ هيڅ داسې هيواد نشته چې د پروژو پر بنسټ دايمي ثبات او ودې ته رسيدلی وي. افغانان د پروګرامونو او ستراتيژیو بدلون ته اړتيا لري. له افغانانو سره د پروژو پر ځای په بنسټيزو کارونو پانګونه وکړئ.

بل لور ته يو شمېر کتونکي او بهرني مرستندويه هيوادونه بيا افغان حکومت ته سپارښتنه کوي چې خپل مصارف راکم او په ځان بسيا شي. يو شمېر شنونکي په دې باور دي چې په جينوا کنفرانس کې مرستندويه هيوادونو له افغانستان سره نورې ژمنې ونه کړې او له افغان حکومت يې وغوښتل چې خپل مصارف کم او د په ځان بسياينې لپاره کارونه وکړي. خو د ځان بسياينې لپاره څه کول په کار دي او حکومت څنګه خپل مصارف کمولی شي؟

څنګه په ځان بسيا کيدلی او د حکومت مصارف کمولی شو؟

که څه هم د افغانستان په شان هیواد د په ځان بسياينې لپاره ډېر وخت او کار ته اړتيا ده خو بيا هم ځینې کارونه شته که چیري د حکومت لخوا ترسره شي نو د په ځان بسياينې سره ډیره مرسته کولی شي.

  1. په هيواد کې د بې قانونه کان کيندنې مخنيوی بايد وشي، امنيت يې بايد ټينګ شي او د حکومت لخوا دې د کانونو کيندنې ته قوي او منظم پلان جوړ او د کيندنې قراردادونه دي په شفاف ډول له بې طرفه او ژمنو هيوادونو سره لاسليک شي.
  2. د ګمرکونو په عوايدو کې شفافیت رامنځته کول، د برښنايې سيسټم له لارې د ګمرکي عوايدو راجمع کول او د دولت خزانې ته سپارل
  3. په هيواد کې موازي، بې کاره او کم کاره ادارې او بوديجوي واحدونه لغوه او بودیجه دې پراختیايې برخې ته ځانګړې شي. موازي، کم کاره او بې کاره ادارې لکه پر اساسي قانون د څار کمېسيون، د فساد پر ضد د مبارزې ادارې، د مخدره توکو پر ضد د مبارزې وزارت، د اوبو او برښنا وزارت، د سولې عالي شورا او ... نور
  4. له ايران، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان څخه د وارداتي برښنا واردول دې بند او پر ځای دې د هيواد په سيندونو پانګونه وشي او برښنا بندونه دې جوړ شي چې له يوې خوا به مو اوبه مهار کړې او د سوال له برښنا به بېغمه شوي او دغو هيوادنو ته د برښنا په بدل کې د پيسو له ورکړې بيغمه شوي يو او له بلې خوا به مو د هيواد دښتې خړوبه او ملي عوايدو له لوړېدو سره مرسته کړي وي.
  5. په هغه کړيو او احزابو يا ډلګيو چې له حکومته په بېلابېلو نومونو باج اخلي، پرې د باج بندول

که پورته ياد شوي کارونه حکوت په جديت سره ترسره کړي نو پرته له شکه چې له يوې خوا به مو د حکومت مصارف کم کړي او له بلې خوا به مو د ملي عوايدو له لوړيدو سره مرسته کړي چې ورسره به افغان حکومت هم په ځان بسيا او د پرديو له سوال کولو ساتلی وي.

لیکنه : خوشحال آصفي

نوشتن دیدگاه


تصویر امنیتی
تصویر امنیتی جدید

بیرق ملی افغانستان

afghanistan

image 006 image 006 image 006

ساینس ، طب و معلومات علمی

حقیقت در یوتیوب

youtube

الحاج محمد شاه پيمان

salim abed paiman 200

جنتری یا تقویم سال ۱۳۹۷

Jantari Afghani 1397 200

!آدرس و شماره های تماس تمامی سفارتخانه ها مقیم کابل

په پيښور کښي د ضا خېل په مدرسه

آشپزی افغانی

dast pukht afghani 180

آشپزی افغانی و غذا های لذیز افغانی

تاریخی، سیاسی، فرهنګی ، کلتوری او اجتماعی کتابونه

تلویزیون آشنا

daritvplayer

نماز ستون دین

Namaz Ston Din 1 200

د آشنا تلویزیون وروستی خپرونه

player240

مرحوم داکتر عزیزالله لودین

dr. azizullah lodin 200

ښاغلۍ محمد رسول باوری

bawari 200

استاد شاه محمود محمود

Ustad Shah Mahmood Mahmood 200

د ارګ تاریخچه

باغ بابر

پښتانه اصلاً څوک دي ؟

فال حافظ

hafez copy

سه هزار سال دروغ درتاریخ ایران

Tamuli Dar Bonyan Jalyat 200

!بیستمین سالروز پیروزی مجاهدین بر همه مبارک باد

ننگرهار مشاعره

پرویز شگیوال

Saraji Atal سراجی اتل

سمیع الله تړون

Rates widget

Currency Converter

شعر پښتو

برنج گل لاله

loga

شرکت حسابداری الیاس

Elias S

ښاغلی سمیع الله تړون

Samiullah Taron 200

ښاغلی سنګر مل عارفزی

ویدیو کلپ کارتون برای اطفال خورد سال

Statistics

سیستم عامل
FreeBSD
پی اچ پی
7.1.24
MySQLi
5.7.24-log
زمان
05:11
ذخیره ساز
فعال شده
Gzip
غیر فعال
کاربران
1
مطالب
1262
نمایش تعداد مطالب
913655

اخبار جدید

تاریخچه مختصر بچه سقاو

Login Form

Copyright © 2017. All Rights Reserved www.haqiqat.se حقیقت

Innehållsansvarig: Mohammad Shah Paiman, 073- 939 46 22 - e-post: abed_salim@hotmail.com www.haqiqat.se All Rights Reserved.