Home خانه
ستراتېژیک تړون د حامد کرزي د شهامت او ننګ ښکارندويي کوي
ستراتېژیک تړون د حامد کرزي د شهامت او ننګ ښکارندويي کوي
د۲۰۱۲ کال دمۍ میاشتي ددوهمي نېټې شپه دامریکا ولسمشر بارک اوباما په خپله واکمني کې یوه بله تاریخي شپه جوړه کړه ، پوره یو کال وړاندي په هم دغه شپه دامریکا دمتحده ایالاتو ځانګړي ځواک دپاکستان پلازمېني اسلام اباد ته څېرمه په غیري پښتني سیمه ایبټ اباد کې دالقاعده شبکې پر مشر اوسامه بن لادن عملیات وکړل او دهغه دمړیني خبر یې خپورکړو . هم داراز یو کال وروسته دامریکا متحده ایالاتو په هم هغه وخت په افغانستان کې سرتاتېژیک تړون لاس لیک کړو .
که څه هم دامریکا غوندي زوره ور هیواد ته دداډول تړونونو لاسلیک کول ښايي ډېر اسانه او په بله ژبه بې معنا کار وي ، خو دافغانستان غوندي هیواد لپاره داډول تړون لاسلیک کول یوه لویه خبره ده .
په دې دنړۍ هر وګړی پوهه دی چې امریکا زوره وره ده او له هر ډول اجازې پرته دنړۍ په هر هیواد کې په یوه او بله بهانه ننوتلای شي . کله ددیموکراسي په نوم ،کله دبیان دآزادي په نوم ،کله دبشر دحقوقو دتېري په نوم او کله هم دترهه ګرو سره دمبارزې په نوم . ددوی لپاره په هیوادونو ننوتل څه ګرانه خبره نه ده ،خو زموږ غوندي بیچاره ولسونو لپاره له داسي لويي بلا سره یو تړون کول او په هغوی خپلي غوښتني تر یوه هده منل خدای شته یوه لویه بریا ده . زه دافغانستان داوسنۍ ادارې او په ځانګړيډول دحامد کرزي له لوري دداسيیو تړون لاسلیک کول دهغه په شویو ټولو کارونو کې یو تر ټولو لوی کار ځکه بولم چې ددې تړو پر اساس باندي موږ دګاونډیانو له تېریو ، لاس وهنو او هم دا ډول پر افغا زندانیانو دامریکايي پوځیانو له ظلمونو خلاصېدلای شو.
په دغه ستراتېژیک تړون کې چې دامریکا او افغانستان ترمنځ لاسلیک شوی دی په زړه پوريدا ده چې دواړه هیوادونه په شریکه پرېکړه دا تړون له منځه وړلای شي . بله خبره داده چې که چېرته یو هیواد وغواړيچې دا تړون فسخه کړي بیا کولای شي چې دیوه کال په خبرداري سره دا تړون فسخه کړي . که هغه امریکا وي که افغانستان .
ددغه ستراتېژیک تړون تر لاس لیک وروسته به امریکا ژمنه وي چې زموږ پوځ او امنیتي ارګانونو ته مالياو معنوي مرستي ورکړي .
ددغه تړون له مخي په افغانستان کې سیاسي او له جګړې لیري پرمختګ شونی دی ، دافغانستان اساسي قانون ته لانور ځای ورکي ورکړل شوی او تر ډېره هده داساسي قانون په رڼا کې مسایل څېړل شوي دي .
دلته له وسله والو طالبانو څخه هم یوه تېروتنه کېږي او هغه دا چې دوی غواړي له دغه تړون نه په خپله ګټه کار واخلي ، دافغانانو احساسات راوپاروي او دخپلو بادارانو ،پاکستان او سعودي عربستان دخوشحاله ولو لپاره بیا هم دافغانانو ویني توی کړي .
زه طالبانو ته یوازي په ایشارې سره وایم چې دافغانستان خواخوږو طالبانو ، تاسو راشئ او په افغانستان کې چې مو کله خپل سوله یز حکومت راووست بیا هغه مهال تاسو کولای شئ چې له امریکا سره ستراتېژیک تړون فسخه کړئ .
ها البته ددغه تړون پر بنسټ دشمال دټلوالي او طالبانو شریک بادار ایران آو هم داراز دطالبانو بادار پاکستان ته ښه درس ورکول شوی دی . هغوی په خپلو ټولو هڅو ددغه تړون مخالفت وکړو او خپل هغه ټول نفوس یې په کار واچاوه چې دوی په افغانستان کې لاره چې ددغه تړون مخه ډب کړي ،خو افغان باشهامته ولسمشر کرزي داسي یوه مېړانه وکړه چې ټولو دښمنانو ته یې غاښ ماتونکی ځواب ورکړو .
زه خو نن په جار سره وایم چې حامد کرزی زنده باد ، افغانستان زنده باد، مړه دي وي دافغانستان کورني او بهرني دښمنان .